پاکستان - طرز پرس: د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په جنوبي وزیرستان کې له تحریک طالبان پاکستان سره په جګړه کې، څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا جګړه د چهارشنبې په شپه د جنوبي وزیرستان په کرم ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه. په اعلامیه کې د پاکستان پوځ منلې چې په دغه نښته کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي؛ خو یادونه شوې چې «پنځه خوارج» هم په دې نښته کې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ «تحریک طالبان پاکستان» ته د « خوارج » کلیمه کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان «TTP» بیا د یوې جلا اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې نښته کې د پاکستان پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او په دې اعلامیه کې بیا د پاکستان د وژل شويو پوځيانو شمېر ډېر ښودل شوی دی.