عراقچي: امریکا پر ایران د اسراييل په برید کې ونډه درلوده

طرز پرس

6 عقرب 1403

resizecom_02_araqchi_2_2.jpg
طرز پرس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې امریکا پر ایران د اسرائیل په وروستي برید کې برخه اخېستې وه.
عباس عراقچي دا څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۷مه، له ایراني رسنیو سره په یوه مرکه کې وکړې. هغه وویل چې اسرائیل د امریکا له ملاتړ پرته، پر ایران او ان پر غزې او لبنان هم د برید جرات نه شي کولی. عراقچي زیاته کړه: «امریکایانو د اسرائیل هوایي ځواک ته یو هوایي دهلیز ورکړی دی.»
ښاغلي عراقچي له صداوسیما سره په خبرو کې وویل، هغه دفاعي وسایل چې امریکا له وړاندې اسرائیل ته ورکړي، پر ایران د برید په برخه کې د امریکا د ملاتړ ښکارندویي کوي. نوموړي وویل: «زموږ په نظر، په سیمه کې د اسرائیل د کړنو د ملاتړ لپاره د امریکا ونډه په بشپړ ډول څرګند دي.»
متحده ایالاتو وړاندې ویلي وو چې دوی پر ایران د اسراییل په هوايي برید کې هیڅ ډول مداخله یا مرسته نه ده کړې. سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې اسرائیل د مشروع دفاع حق درلود.