د اسراييل په برید کې څلور ایرانی افسران وژل شوي دي

طرز پرس

5 عقرب 1403

resizecom_resizecom_IMG_4712.JPG

طرز پرس: د ایران رسنیو خبر ورکړی چې د اسراییل د تېرې شپې په هوايي بریدونوکې د وژل شویو نظامي افسرانو شمېر څلورو کسانو ته رسېدلي دي.
ایراني رسنیو د شنبې پر ورځ، د لړم په پنځمه نېټه، د وژل شویو کسانو هویت په ډاګه کړي او ویلي یې دي چې « د ټپیانو د سختو ټپونو له کبله» د دې پېښې د قربانیانو د زیاتېدو احتمال لېدل کيږي.
اسراییل تېره شپه شاوخوا دوه بجې، د ایران د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې هوايي عملیات ترسره کړل او اعلان یې وکړ چې د ایران هوايي دفاع سیستم، توغندیز مرکزونه او نظامي اډې په ګډون لږ تر لږه د دې هېواد ۲۰ نظامي مرکزونه یې په نښه کړي دي.
ایراني رسنیو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اسراييل د برید قربانیان هم په هوايي دفاع سیستم کې دنده ترسره کوله. د ایراني رسنیو راپورونه په ډاګه کوي چې د اسراييل د برید تلفات ښايي زیات وي؛ خو لا یې دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي.