لس پاکستاني پوځيان د ټي‌ټي‌پي په برید کې وژل شوي دي

طرز پرس

4 عقرب 1403

resizecom_AUA85Xjka3MD1zuHzmGCx2fttz4pdgkZTjWervqT.jpeg

طرز پرس: په پاکستان کې یو شمېر امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان « ټي‌ټي‌پي» په یرغلیز برید کې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د ټي‌ټي‌پي دا مرګونی برید د پنجشنبې په ورځ د لړم دریمه، د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني پوځيانو پر یوه امنیتي پوستې ترسره شوی دی.
د خیبرپښتونخوا لوړپوړو امنيتي چارواکو یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې د دې برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې « د باغیانو یوه لویه ډله د پولیس پر یوه پوسته برید وکړ او لس امنیتي ځواکونه یې ووژل.»
تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» په یوه اعلامیه کې د برید مسوولیت منلی او زیاته کړې یې ده چې دا برید یې د خپل د یوه قوماندان د وژلو په انتقام کې ترسره کړی دی.
په ورته مهال، پاکستاني رسنیو نن د جمعې په ورځ د لړم۴مه، راپور ورکړی چې په تېرو څلور وېشت ساعتونو کې د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۲۰ وسله وال وژل شوي دي. خو تحریک طالبان پاکستان بیا دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.