طالبانو لخوا په بشرخووښونکو مرستو کې د مداخلې ناوړه پایلې

حاميه نادري

طرز پرس

4 عقرب 1403

resizecom_children-63175_960_720-768x512.jpg

طرز پرس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشر خووښونکو مرستو په پروسه کې د طالبانو د مداخلو زیاتېدو ته اشاره کوي. دا مداخلې نه یوازې د حیاتي پروژو د درېدلو سبب شوي، بلکې میلیونونو اړمنو خلکو ته لاسرسی یې په پراخه کچه محدود کړي دي. د دې راپور په اساس، د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې ۱۷۳ مداخلې ثبت شوې دي چې ۹۸ سلنه یې طالبانو ته منسوبې دي. دا شمېر د تېرې میاشتې په پرتله ۳۱ سلنه او د تیر کال همدې وخت په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي، چې د دې هېواد انساني بحران لا پسې پیچلی کړی دی.

د طالبانو د مداخلې پایلې: د پروژو درېدل او اړمنو ته د لاسرسي کمښت

د طالبانو لخوا په بشردوستانه فعالیتونو کې مهمې مداخلې په کارکوونکو سخت کنټرول، د مرستندویه پرسونل پر وړاندې تاوتریخوالي او ګواښونه، د اسانتیاوو بندولو او د وګړو او بشري مرستو انتقال باندې جدي محدودیتونه رامنځته کول دي. د اوچا راپور په وینا، دغو مداخلو د ۸۳ موقتي بشردوستانه پروژو درېدلو سبب ګرځېدلی دی. دوه د مرستې مرکزونه په بشپړه توګه تړل شوي او یو بل پروژه اړ شوې چې خپل فعالیت بل ځای ته انتقال کړي.

په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو لاسوهنې له کبله، ۲۴ مرستندویه پروژې درېدلي دي، چې په مستقیم ډول د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی. سربېره پر دې، طالبانو د بشري مرستو د انتقال لپاره موانع جوړې کړې او د کارکوونکو حرکت یې محدود کړی، چې له امله یې د زیانمنو خلکو لپاره لاسرسی خورا کم شوی دی. دغه اقدامات په هغو سیمو کې، چې د بشردوستانه مرستو شدید ضرورت لري، خورا زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.

د امر بالمعروف قانون: بشري مرستو پر وړاندې بل خنډ

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د بشري مرستو په عملیاتو کې د کنټرول لپاره کارول کيږي. د دې قانون له مخې، په سپتمبر میاشت کې ۴۷ مداخلې ثبت شوي دي، چې په دې کې د دفترونو پراخه تلاشي، د کارمندانو نیول، په کار ځای کې د جنسیت تفکیک پلي کول، په بېلابېلو دندو کې د ښځو کار بندول او له مرستندویه ادارو د محرمو معلوماتو غوښتنه شامل دي.

دغه مداخلې، سربېره پر دې چې کارمندانو ته یې ناامنه چاپېریال جوړ کړی، په ځینو سیمو کې د مرستې د مرکزونو د بندېدو یا تړل کېدو لامل شوې دي. په ځینو مواردو کې د مرستندویه پرسونل په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه راپورونه هم خپاره شوي، چې له امله یې ۹ کارکوونکي نیول شوي او درې مرکزونه جبري تړل شوي دي. دا ډول تاوتریخوالي یوازې په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو پر وړاندې د یو جدي خنډ لامل ګرځېدلي دي.

د لوږې بحران: د موضوع تور اړخ

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بې‌ساري انساني بحران سره مخ دی. د وروستیو اټکلونو له مخې، ۲۳.۷ میلیونه خلک په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري او له ۱۲ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له سختو ناامنیو سره مخ دي. هغه محدودیتونه چې طالبانو پر مرستندویه ادارو لګولي دي، نه یوازې د مرستو د رسولو ځنځير پرې کړی، بلکې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو کمښت ته هم زمینه برابره کړې ده.

د مرستندویه ادارو بودیجه د ناامنه وضعیت او د طالبانو د پراخو مداخلو له امله کمه شوې ده، چې له دې سره د ملیونونو افغانانو لپاره د خوړو، درملو او روغتیایي خدماتو ترلاسه کول محدود شوي دي. دا کمښتونه په داسې حال کې پیښېږي چې د لوږې بحران ورځ تر بلې زیاتېږي او ډېری کورنۍ نه‌پوهېږي چې صبا لپاره خپل د خوراک خواړه به له کومه او څنګه ترلاسه کړي.

د طالبانو د لاسوهنو اوږدمهاله پایلې: پراخېدونکی بشردوستانه بحران

د طالبانو مداخلې نه یوازې د عاجلو مرستندویه پروژو د درېدلو سبب شوې دي، بلکې اوږدمهاله پایلې یې په ټول هېواد کې رامنځته کړې دي. له دې پایلو څخه یوه هم د افغانستان په مرستندویه ادارو د نړیوال باور کمېدل دي. که چېرې دا مداخلې دوام وکړي، زیات احتمال لري چې د نړیوالو مرستو لړۍ کمې شی، ځکه مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو ادارو د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه ډېرې اندېښنې لري او که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، ښایي هغوی خپلې مرستې کمې یا په بشپړه توګه بندې کړي.

د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو مداخله نه یوازې د مرستو کمښت رامنځته کړی، بلکې د لوږې، فقر او ناروغۍ بحرانونه یې هم زیات کړي دي. د اړتیا وړ مرستي محدود او خلکو ته پر وخت نه رسيږي، ډېری کورنۍ له ناورینونو لکه لوږې، د درملو نشتون او روغتیایي خدماتو ته د نه‌لاس‌رسی سره مخامخ کړي دي.

د اوچا راپور په بشري مرستوکې د طالبانو د پراخې مداخلې یو انځور وړاندې کوي، چې په افغانستان کې د یوه توره راتلونکې دورې ښکارندويي کوي. د طالبانو مداخلې نه یوازې د مرستندویه پروژو د درېدلو او اړمنو خلکو ته د لاسرسي کمښت سبب شوي، بلکې د نړیوالو مرستو د کمېدو لپاره یې زمینه هم برابره کړې ده. په داسې حال کې چې ملیونونه افغانان په بشردوستانه مرستو تکیه کوي، طالبان د خپلو سیاستونو له لارې د دې هېواد وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.

که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، د ملیونونو افغانانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي او ښایي په افغانستان کې د بې وزلي په برخه کې یو لوی انساني ناورین رامنځته شي. که څه هم نړیوالې ادارې او مرستندویه سازمانونه خپل ټول کوښښونه کوي چې په افغانستان کې خپل بشردوستانه فعالیتونه جاري وساتي، خو د طالبانو له مسوولانه برخورد پرته، په افغانستان کې د بشري مرستو د غزولو لړۍ ناشوني ښکاري.