
طرز پرس: وسلهوالو بریدګرو د ترکیې پر هوايي شرکت ډله ییز برید کړی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تر اوسه درې ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، دوه بریدګر هم وژل شوي دي.
بل پلو، د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې یو بریدګر لا ژوندی دی او یو شمېر کسان یې یرغمل نیولي. د ترکیې رسنیو په وینا، تر اوسه امنیتي ځواکونه نهدي توانېدلي چې وروستی بریدګر له منځه یوسي. همدارنګه، تر دې دمه د یرغمل شویو کسانو هویت هم معلوم نهدی او د ترکیې چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. د امنیتي کمرو پر مټ اخېستل شوي انځورونه ښيي چې په بریدګرو کې یوه ښځه هم شته او احتمالاً ټولو بریدګرو ځانمرګي واسکټونه اغوستي دي.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا یا کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.