
طرز پرس: په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ په یوه نظامي اډه باندې د وسله والو برید په پایله کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ د تلې ۱۹مه طرز پرس ته ویلي چې دا پېښه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پټانکوټ سیمه کې په یوه نظامي اډه کې رامنځته شوې ده. د محلي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، بریدګرو لومړی په دې نظامي اډه کې یو بم وچاوه او وروسته یې له پولیسو سره نښته وکړه. د پاکستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسئولیت هم نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې به تحریک طالبان پاکستان د ورته بریدونو مسئولیت منلو، خو دا ځل «ټيټيپي» ویلي چې د پښتنو د لویې قومي جرګې ته درناوي لپاره به د اکتوبر تر ۱۲مې اوربند وکړي.