
طرز پرس: د اکتوبر پنځمه د ښوونکي له نړېوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ له ۱۹۹۴ کال راهیسې د یونسکو لخوا نومول شوی او تر نن ورځې پورې هر کال لمانځل کېږي. د دې ورځې اصلي موخه د ښوونکو د ارزښت پېژندل، له هغوی قدرداني کول او په نړیواله کچه د معلمینو د ستونزو څېړل یاد شوي؛ خو په افغانستان کې د «ښوونکي د ورځې» بحث جلا دی.
هغو هېوادونو چې د «ښوونکي ورځ» یې په خپل تاریخ کې ثبت کړې، هر یو ځانګړې دلایل لري او هر هېواد په ځانګړي ډول د ښوونکي ورځې د لمانځلو مراسم ترسره کوي. په افغانستان کې هم د ښوونکي ورځ د میزان په څوارلسمه نېټه ده. په تېرو کلونو کې په دې ورځ کې د ښوونځیو درسونه رخصت وو؛ خو زده کوونکي او ښوونکي ښوونځیو ته تلل او د هغوی سره به د کیک پرې کولو، تحفو او خوږو په وسیله درناوی کېده او د تلپاتې دود له مخې به ښوونکو ته ځانګړي ډالۍ ورکول کېدې.
په داسې حال کې چې سږ کال په نورو هېوادونو کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت ځانګړې پاملرنه وشوه؛ خو په افغانستان کې دا ورځ په رسمي توګه نه ده لمانځل شوې. دلیل یې د طالبانو نوی فرمان یاد شوی، چې د دغه ورځ لمانځل یې منع اعلان کړي.
د «ښوونکي غږ ته ارزښت ورکول» د یونسکو سازمان د سږ کال شعار دی، خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان ښوونکو مقام او ځای کوم دی، او ایا په هېواد کې د ښوونکو غږ ته ارزښت ورکول کېږي؟
له بده مرغه، د افغانستان ښوونکي تل له سخت ژوند سره په مبارزه کې دي او له دې کړاو ډک ژوند سره مخ دي. په افغانستان کې دا دود دی چې ښوونکو ته تر ټولو ټیټ امتیاز ورکول کېږي، او په تېرو شلو کلونو کې، سره له دې چې ژمنې شوې وې چې د هغوی معاشونه او امتیازات لوړ شي، خو تر اوسه ورته هېڅ د پام وړ پاملرنه نه ده شوې.
په افغانستان کې یو شمېر ښوونکي وایي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د هغوی ژوند ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د ښوونکي په وینا، هغه معاشونه چې ښوونکو ته ټاکل شوي، د هغوی د کورنیو لګښتونه نه پوره کوي، او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په همدې حال کې، لږ تر لږه درې میاشتې کېږي چې ښځینه ښوونکو لا هم خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي او په تمه دي چې د طالبانو معارف وزارت د هغوی د معاشونو د ورکړې لپاره یو حل پیدا کړي. بل پلو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو له امله زرګونه ښځینه او نارینه ښوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي او له نامعلوم برخلیک سره ژوند کوي. له بلې خوا، ښځینه ښوونکې له دې منع شوي چې هلکانو ته تدریس وکړي او نارینه ښوونکي له دې منع شوي چې نجونو ته درس ورکړي، چې دا خپله د دې لامل کېدای شي چې ښوونکي له سخت اقتصادي فقر سره مخ شي.
له دې ټولو سره سره باید د ملګرو ملتونو سازمان، یونسکو او طالبانو لخوا د افغانستان د ښوونکو ستونزو ته لازمه پاملرنه وشي او د دې هېواد ښوونکي باید په لومړیتوب کې راوستل شي.