اروپايي اتحاديه افغانستان سره ۱۴۶ ميليونه ډالره مرسته کوي

طرز پرس

4 میزان 1403

1700238548362.jpg

اروپايي اتحاديې ويلي چې په نوي مالي کال کې به شاوخوا ۱۴۶ ميليونه يورو افغانستان سره مرسته وکړي.
دې اتحاديې نن «چهارشنبه- د تلې ۴مه» اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به لږ تر لږه ۱۴۶ ميليونه يورو افغانستان لپاره ځانګړي کړي، چې دا مرستې به د افغانستان د خلکو د لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي.
د اروپايي اتحاديې کمېشنرې یوتا اورپیلاین، دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې کړې او پر دې یې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ ته به دوام ورکوي. د دې کمېشنرې په وينا، په دې مرستو کې د افغانستان د ښځو، نجونو او ماشومانو حالاتو ته ځانګړې پاملرنه شوې او يوه برخه به یې د بې‌ځايه شويو، کډوالو او راستنېدونکو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي.