رزماري دی‌کارلو: د طالبانو چلند د دوحې پروسه دروي

طرز پرس

3 میزان 1403

OIP (2).jpg

طرز پرس: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله وايي چې طالبانو لخوا د ژمنو نه عملي کېدل د دوحې د ناستو پر روانه پروسه منفي اغېزه کړې او که د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت دريځۍ دوام وکړي؛ نو ښايي چې دا پروسه په مکمل ډول ودرول شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله، رزماري دی‌کارلو، دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د افغانو ښځو په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. هغې وویل چې نړیواله ټولنه له طالبانو څخه تمه لري چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
دی‌کارلو د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته په اشارې سره وویل چې د دې قانون تصویب د هغو هېوادونو علاقه کمه کړې ده چې د دوحې په ناسته کې یې ګډون کړی و. هغې زیاته کړه: «هغه هېوادونه چې د دوحې پروسه کې شامل دي، تمه لري چې طالبان په ښه نیت خپلو نړیوالو ژمنو ته ټینګ پاتې شي. تعامل یوه کلیدي موضوع ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د مېرمن دی‌کارلو په مشرۍ ترسره شوې وه. په دې غونډه کې د بشري حقونو او د ښځو حقونو موضوع د اجنډا څخه بهر شوه او د دې پرځای طالبانو له ګډون کوونکو هېوادونو سره د خصوصي سکتور د ودې او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
په دوحه کې له طالبانو سره د ناستې دغه لړۍ په دې موخه پیل شوې ده چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه طالبانو ته قناعت ورکړل شي؛ خو طالبانو تر اوسه د ښځو پر وړاندې د خپلو سیاستونو د بدلولو لپاره د نړیوالې ټولنې هر ډول غوښتنې رد کړي دي.