فوزیه کوفي: د افغانستان ښځې به اخر بریالۍ شي

طرز پرس

3 میزان 1403

OIP (1).jpg
طرز پرس- د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزيه کوفي وایي چې د افغانستان ښځې به اخر په خپله مبارزه کې بریالۍ شي.
هغې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ښځو په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. مېرمن کوفي په دې غونډه کې افغانو ښځو ته یو مهم پیغام درلود: «تاسو په نړیوالو غونډو لکه د دوحې په غونډه کې له ګډون څخه بې برخې شوې وئ، خو نن موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي په شتون کې ثابته کړه چې اخر به دا مبارزه ګټو.»
مېرمن فوزیه کوفي زیاته کړه چې په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت «دردوونکی او نه درکېدونکی» دی. نوموړې د طالبانو سخت دريځو قوانینو ته په اشارې سره وویل چې د ښځو د ژوند ټول اړخونه یې اغېزمن کړي دي. مېرمن کوفي یو ځل بیا په نړیواله ټولنه نیوکه وکړه چې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان خلک یې له پامه غورځولي دي. هغې ټینګار وکړ چې طالبانو په دغو خبرو کې ادعا کړې وه چې د ښځو حقونو ته به درناوی کوي، خو واک ته له رسېدو وروسته یې په دې برخه کې خپلو ژمنو ته عمل ونه کړ.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش، د عمومي منشي مرستیالې روزمري دي‌کارلو، او ځینې نورې ښځې لکه حبیبه سیرابي او اصیلا وردک هم حضور درلود.