لغمان کې ټرافیکي پېښې له کبله ۴۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي

ترانه سپاهي

طرز پرس

2 میزان 1403

0bcb35c5-4e1d-4720-a391-9cfa4cb7ba7c.jpg

طرز پرس - د لغمان ولایت په لویه لاره کې د یو «باکس» ډوله او «مرسدس» موټر ترمنځ د ټکر له امله ۷ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه پرون یکشنبه، د تلې په لومړۍ نېټه، له غرمې وروسته د کابل-جلال آباد په لویه لاره کې د قرغه‌یي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. ځایي خلک طرز پرس ته وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او ۳۹ نور ټپیان شوي؛ خو د ننګرهار ولایت د ولایتي روغتون مسئولینو ویلي، چې له ۳۹ ټپیانو څخه ۶ تنه د سختو ټپونو له امله روغتون ته تر رسیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کابل-جلال آباد په لویه لاره کې د ترافیکي پېښو رامنځته کېدل نوې خبره نه ده. دا لویه لاره چې د افغانستان پلازمېنه له ختیځو ولایتونو سره نښلوي، تل د موټر چلوونکو د بې غورۍ له کبله د ترافیکي خونړیو پېښو شاهد پاتې شوې ده.