د طالبانو یو چارواکی: که د ولس زړونه خپل کړو، حکومت کولی شو

طرز پرس

1 میزان 1403

Sslmh2fX3ZRhkjPBxYze9dTPan59k34BFnOtHTze.jpg

د طالبانو یوه لوړ پوړي نظامي چارواکي په یوه بیان کې ویلي چې که د افغان ولس زړونه خپل کړي، کولی شي په هېواد کې حکومت وکړي.
د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت، دغه څرګندونې نن یکشنبه، د سپتمبر ۲۲مه، په کابل کې د طالب چارواکو او نظامیانو په ګډون یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. لوی درستیز په دې غونډه کې د وینا پر مهال وویل: «موږ باید پوه شو چې که د خلکو زړونه خپل کړو، کولای شو په سمه توګه حکومت وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې خلک د طالبانو له ګواښونکو سیاستونو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د دوی له سخت دريځۍ خورا ناراضه دي. نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم تر اوسه په همدې دلیل د طالبانو له حکومت سره جوړجاړي ته زړه نه دی ښه کړی. د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خلکو د مشروعیت له اړخه تر سختو نیوکو لاندې دی.