اف‌بي‌آی: پر دونالډ ټرمپ برید کوونکی کس نېول شوی دی

طرز پرس

26 سنبله 1403

OIP (1).jpeg

امريکايي رسنۍ سی‌بی‌اس د اف‌بی‌آی د یو لوړپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې د دې هېواد پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، بریدکوونکی کس نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.
طرز_پرس- دغه لوړپوړي چارواکي سی‌بی‌اس ته ویلي چې د امریکا پولیسو هغه کس لیدلی چې خپل د ټوپک شپېلۍ یې د ډونالډ ټرمپ په لوري نېولی و. سی‌ان‌ان هم د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې ټرمپ له برید کوونکي څخه شاوخوا ۳۰۰ متره لرې و. سی‌بی‌اس د اف‌بی‌آی د دې سرچینې له قوله ولیکل چې پټو پولیسو په دغه بریدکوونکي ډزې کړي او کله چې هغه د تېښتې هڅه یې کوله، نېول شوی او وسله یې ترې اخېستل شوی دی.
تر دغو ډزو وروسته د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین اعلان وکړ چې په فلوریدا کې د ښاغلي ټرمپ استوګنځي سره نږدې د ډزو اوازونه اورېدل شوي، خو ټرمپ ته زیان نه دی رسېدلی. د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ ټاکنې ته تر ودرېدو وروسته دا د ډونالډ ټرمپ پر ژوند دویم ناکام برید دی چې د ټرمپ له نیک اقبال څخه هغه ته پکې کوم زیان نه رسيږي.