تازه خبرونه

108228245_68362187_912069415811791_2597551260903145472_n.jpg

هالند کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره تعامل لري

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره د «تعامل» خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سفارت د «ګران هېواد» استازیتوب کوي.
ضیا-تکل.jpg

طالبان د جمهوریت ډپلماټیکو استازوليو لخوا قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل

طالبانو د جمهوري نظام د ډپلماټیکو استازوليو لخوا په یو شمېر هېوادونو کې قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل او وویل چې دوی د دې حقوقي اسنادو پر وړاندې هېڅ راز مسوولیت نه لري.
GTov7R1a0AAz2Nb.jpeg

د طالبانو استازی د پزشکیان د لوړې مراسم کې د ګډون لپاره تهران ته تللی

د طالبانو ویاندویانو تهران ته د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له درې ورځني سفر خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړی به د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم کې ګډون وکړي.
swarajya_2021-07_02732fe5-317e-48b6-b6f1-dadee093043d_saleh_2.jpg

امرالله صالح له افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه له ایران د وضاحت غوښتنه وکړه

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په ایران کې له افغان کډوالو سره د سپکاوي او بد چلند په غبرګون کې ویلي چې جرم شخصي عمل دی او باید عموم او بې ګناه وګړو پر وړاندې د بد نظر لامیل نه شي.
IMG_2381.JPG

چینايي سوداګر په افغانستان کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید یوه فابریکه جوړوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې یو چینایي سوداګر غواړي په افغانستان کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د لمریزې برېښنا د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.
Lavruf.jpg

روسیه: د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ هستوی تړون د اندېښنې وړ دی

روسیې ویلي چې د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ شوې ګډه هوکړه یقیناً د اندېښنې وړ ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د جولای ۲۷مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا تړون د مسکو لپاره د تحلیل وړ نه دی. لاوروف زیاته کړه: "اوس مهال زموږ لپاره دا ممکنه نه ده چې دا موضوع تحلیل کړای شو، خو د دې تړون لاسلیک یقیناً لا زیاتې اندېښنې را پاوري."
59118563_605.jpg

د امریکا د کانګرس بشري حقونو کمیسون: د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی

د امریکا د کانګرس بشري حقونو کمیسیون څانګې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی او ټاکل شوې چې دغه کمیسیون د افغان ښځو د وضعیت او د طـ-البانو د « غیر انساني » بنديزونو د لرې کولو په هدف یوه غونډه جوړه کړي.
GettyImages-1479794163.jpg

ټرمپ: که ایران زه ووژلم، نو د امریکا له مشرانو هیله لرم چې د ځمکې له مخې یې ورک کړي

د امریکا مخکینی ولسمشر او ولسمشرۍ انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ایران د حکومت د نسکورولو ګواښ وکړ او ټینګار یې وکړ چې ایران د امریکا دښمن دی.
IMG_2340.JPG

طالبان د استخباراتي لوبې په محاصره کې 

د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق ومنله چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د موجودیت په اړه راپورونه په لویه کچه یوه خطرناکه استخباراتي نقشه ده. د طرز پرس د راپور پر بنسټ، د طالبانو دغه جګپوړي استخباراتي چارواکي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال دغه روانه استخباراتي لوبه خطرناکه وبلله: «د سیمې او نړۍ له هیوادونو غواړو چې باید د دغو استخباراتي سازمانونو او شبکو "خطرناکو نقشو" ته متوجه اوسي»
000_9LD4W4_0.jpg

د بشري حقونو ملاتړي: ایران کې له افغان کډوالو سره زورزیاتی او ناوړه چلند پای ته ورسوۍ

په ایران کې له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند د انځورونو له خپرېدو وروسته د بشري حقونو سازمانونه او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه پراخ غبرګون وښود او وویل چې له افغانانو سره سپکاوي او ناوړه چلند باید ژر پای ته ورسيږي.