چینايي سوداګر په افغانستان کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید یوه فابریکه جوړوي

طرز پرس

7 اسد 1403

IMG_2381.JPG

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې یو چینایي سوداګر غواړي په افغانستان کې د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د لمریزې برېښنا د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخپل اکس پاڼه «مخکینی ټویټر» کې لیکلي چې چینايي سوداګر شییه د دغه وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په لیدنه کې ویلي، چې د لمریزې برېښنا دغه تولیدي فابریکه به زرو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي. په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د دغه چینايي سوداګر له قوله ویل شوي، چې دی له طالبانو یې د دې پروژې په پلي کولو کې مرسته غوښتې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې چین او چینايي شرکتونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زیاته لېوالتیا ښودلې ده. تر دې یوه ورځ مخکې چینايي انجینرانو په لوګر کې د عینک مس د پروژې کار هم په رسمي ډول پیل کړی وو.