امرالله صالح له افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه له ایران د وضاحت غوښتنه وکړه

طرز پرس

7 اسد 1403

swarajya_2021-07_02732fe5-317e-48b6-b6f1-dadee093043d_saleh_2.jpg

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په ایران کې له افغان کډوالو سره د سپکاوي او بد چلند په غبرګون کې ویلي چې جرم شخصي عمل دی او باید عموم او بې ګناه وګړو پر وړاندې د بد نظر لامیل نه شي.

د طرز پرس په رپوټ، په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کيږي چې د ایراني وګړو له خوا له افغان کډوالو سره د بد چلند او سپکاوي کیسه کوي. په دې ویډیوګانو کې په ښکاره لیدل کیږي چې مظنون او نیول شوي کسان د باصلاحیته او قانوني ادارو پر ځای، د عامو خلکو له لوري محاکمه کيږي.
د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې د ایران حکومت ته یو پرانیستی لیک استولی او له هغوی یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
دا لیک چې د ښاغلي صالح په "ایکس-ټویټر" پاڼه کې خپور شوی، په کې راغلي «څومره ښه به وو چې د ایران حکومت مخکې له مخکې په دې اړه وضاحت ورکړی وای چې اصلي ستونزه چېرته ده.؟ ښاغلي صالح دا جمله په پوښتنې پای ته رسولې او لیکلي یې دي «که نه نو قضاوت به د هماغو ویډیوګانو پر بنسټ وي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.» نوموړي لیکلي دي: «ملي رسنیو، همدارنګه د قانون پلي کونکو ادارو، قضايي چارواکو او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د دغو راپورونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی. نو په همدې دلیل په دې برخه کې خلک خپل قضاوت د ټولنیزو رسنیو له خوا د خپرو شویو وېډیوګانو پر بنسټ کوي.»
د ایران حکومت تر اوسه د امرالله صالح پرانیستي لیک ته ځواب نه دی ویلی او طالبانو هم تر اوسه په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غبرګون نه دی ښودلی.