د امریکا د کانګرس بشري حقونو کمیسیون څانګې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی او ټاکل شوې چې دغه کمیسیون د ښځو پر وړاندې د طـالبانو د «غیر انساني » بنديزونو د لرې کولو په هدف یوه غونډه جوړه کړي.
د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا غونډه به د جولای په ۳۰مه د بشري حقونو بنسټونو او د ښځو له حقونو څخه د ملاتړو سازمانونو په ګډون جوړيږي.
د دغه کمیسیون په ویبپاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «د ښځو له کار کولو منع کول او د زده کړو له حق څخه د هغوی محرومیت په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا ډېره کمه کړې او د ښځو پر شخصي حریم یې کنټرول لا پسې زیات کړی دی.»
دغه کمیسیون ویلي دي چې په دې غونډه کې د افغان نجونو او د بشري حقونو د فعالانو سربیره د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې غړې میترا مهران، د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د ښځو په برخه کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیال حیدربار هم ګډون کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۱۵مه، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره کېږي او د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو پر بنسټ، په دې درېیو کلونو کې پر افغان مېرمنو بندیزونه زیات شوي او د هغوی ټولنیز او انفرادي ازادي په بشپړه توګه محدود شوي دي.