په ایران کې له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند د انځورونو له خپرېدو وروسته د بشري حقونو سازمانونه او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه پراخ غبرګون وښود او وویل چې له افغانانو سره سپکاوي او ناوړه چلند باید ژر پای ته ورسيږي.
د طرز پرس د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیوکې یوه ویډیو خپره شوه چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د سپکاوي او ناوړه چلند ښکارندويي کوي. په دې وېډيو کې لیدل کېږي چې افغان کډوال د سپکاوي سربېره ان وهل او ټکول کېږي. له بشري حقونو ملاتړي یو بنست له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې ژر تر ژره دې خپله چوپتیا ماته کړي او په ایران کې له افغانانو سره د سپکاوي او ناوړه چلند مخه ونیسي. له بشري حقونو د ملاتړ بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې «له افغان کډوالو سره په ایران کې وروستي چلند ټول افغانستان او د نړۍ بشرپاله خلک اغېزمن کړي دي.»
د بشري حقونو فعالانو د ایران له حکومت څخه هم غوښتي چې له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي او د قانون په رڼاکې ورته سزا ورکړل شي. د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو ملاتړي: ایران کې له افغان کډوالو سره زورزیاتی او ناوړه چلند پای ته ورسوۍ
طرز پرس
4 اسد 1403