هالند کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره تعامل لري

طرز پرس

9 اسد 1403

108228245_68362187_912069415811791_2597551260903145472_n.jpg

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره د «تعامل» خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سفارت د «ګران هېواد» استازیتوب کوي.

د طرز پرس د خبر له مخې، په دې اعلامیه کې راغلي: "دغه سفارت زموږ د ګران هېواد استازیتوب کوي او د ستونزو د حل او خپلو هېوادوالو ته د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکه نیسي." په دغه اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې مکتوبونه او رسمي اسناد د تایید لپاره کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه سفارت او په کابل کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د "تعامل" خبره تایید کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل لیکلي: «له دې وروسته به په هالند کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت تر لارښوونې لاندې خلکو ته قونسلګري او نور خدمات وړاندې کوي او د سفارت د ډیپلوماټانو معاشونه او لګښتونه به د اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي.»
په هالنډ کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د نړیوالو کنوانسیونونو پر بنسټ په داسې مسایلو کې د کوربه هېوادونو تفاهم ته اړتیا ده. د هالند هېواد تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.