د طالبانو استازی د پزشکیان د لوړې مراسم کې د ګډون لپاره تهران ته تللی

طرز پرس

8 اسد 1403

GTov7R1a0AAz2Nb.jpeg

د طالبانو ویاندویانو تهران ته د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له درې ورځني سفر خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړی به د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم کې ګډون وکړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي چې عبدالکبیر د دوشنبې په سهار د جولای۲۹مه، د ایران په بلنه د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسم کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.
هغه وويل چې د ريیس الوزرا سياسي مرستيال به له ايراني چارواکو سره د کابل او تهران ترمنځ د سياسي اړيکو پر پياوړتيا، د ګډو همکاريو پر پراختيا او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.
د طالبانو استازی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره په داسې حال تهران ته روانيږي، چې په دې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او وهلو ټکولو راپورونه خپاره شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې په ښکاره لیدل کیږي چې ایراني وګړي په واټونوکې له نیول شویو افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د بشري حقونو سازمانونو او بنسټونو له افغان کډوالو سره د زورزیاتي او بد چلند د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او له ایراني حکومته یې غوښتي چې عاملین یې محاکمه کړي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم دوه ورځې وړاندې یو پرانیستی لیک خپور کړ چې په کې له افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه د ایران له حکومته د وضاحت غوښتنه شوې ده. د ایران حکومت لا هم له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه چوپه خوله دی.