طالبانو د جمهوري نظام د ډپلماټیکو استازوليو لخوا په یو شمېر هېوادونو کې قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل او وویل چې دوی د دې حقوقي اسنادو پر وړاندې هېڅ راز مسوولیت نه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضیا احمد نن د سې شنبې په ورځ د جولای۳۰مه، پر ایکس پاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې بهر میشتي افغانان د قونسلي خدماتو لپاره په نورو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو ته مراجعه وکړي. نوموړي په دغه وېډيويي پیغام کې د دې کار دلیل "د جمهوري نظام د پخوانیو کارمندانو خپل سر کارونه" په ګوته کړی او ټینګار یې کړی چې د دوی لخوا قونسلي خدمات بې اعتباره دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ډېریو بهرنیو هېوادونو کې د پرځېدلي جمهوري نظام ډیپلوماتان خپلو دندو ته دوام ورکوي او طالبان له څو هېوادو پرته په نوره نړۍ کې استازولۍ نهلري.