د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ازاد فعالیت، اسلامآباد لپاره د منلو وړ نه دی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې دغې ډلې پر وړاندې یو پرېکنده دريځ خپل کړي.
هغه په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې له افغان خاورې څخه د پاکستاني وګړو پر وړاندې ګټه اخېستل د اسلامآباد لپاره سره کرښه ده، او پاکستان به له خپل ملي بشپړتیا دفاع لپاره په هر قیمت اقدام وکړي. د پاکستان اکسپرس ټریبیون د راپور له مخې، شهباز شریف طالبانو ته په خطاب کې وویل: «موږ دوه مخیزې پالیسي نه منو. دا د منلو وړ نه ده چې یوه خبره وکړئ او په عمل کې بل څه ترسره کړئ.»
د پاکستان لومړي وزیر له طالبانو وغوښتل چې له ټي ټي پي سره د مبارزې لپاره یوه هر اړخیزه ستراتیژي جوړه کړي او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ قوي اړیکې، په ځانګړې توګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې، یوازې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په صورت کې ممکنې دي.
تحریک طالبان پاکستان (TTP) له اوږدې مودې راهیسې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ترینګلتیا یو مهم عامل دی. د پاکستان چارواکي ادعا کوي چې د دې ډلې غړي په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري، خو طالبان دا ادعاوې ردوي. په وروستیو کې د پاکستان جنګي الوتکو لخوا د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ پر بريدونو کې لسګونه کسان، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. طالبانو دا بریدونه وغندل او پاکستان ته د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه.