تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د پوځ پر یوې امنیتي پوستې د خونړي چاودنې پړه منلې او ادعا یې کړې چې په دې برید کې، ۳۵ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د پاکستان حکومت هم پر خپلو پوځيانو دا برید منلی او لږ تر لږه د ۱۶ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.