واشنګټن «طرز پرس» - تر هغه وروسته چې پنټاګون ایران ته مستقیم خبرداری ورکړ چې له نظامي تحرکاتو لاس واخلي، د امریکا مرکزي قومندانۍ «سنتکام» اعلان وکړ چې څو بي-52 بم غورځونکي الوتکې یې منځني ختیځ ته رسېدلې دي.
سنتکام نن «یکشنبه، د نومبر ۳مه» په ایکس کې ولیکل چې دا بم غورځونکې الوتکې د ماینټ هوايي اډې څخه د سنتکام تر کنټرول لاندې سیمې ته رسېدلي دي. په دې یاددښت کې د دې ستراټژیکو بم غورځونکو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی، خو ویل شوي چې «څودانې» بم غورځونکې الوتکې په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې پنټاګون اعلان کړی و چې غواړي په منځني ختیځ کې نور نظامي امکانات ځای پر ځای کړي. د پنټاګون په اعلامیه کې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین له قوله ویل شوي چې په منځني ختیځ کې د بي-52 بم غورځونکو الوتکو ځای پر ځای کول «د ایران لپاره جدي خبرداری ګڼل کېږي.» دغه امریکایي چارواکي ویلي چې که ایران په سیمه کې د امریکا او متحدینو پر ګټو برید وکړي، نو د امریکا ځواب به روښانه او دروند وي.
له بلې خوا، د ایران د اسلامي جمهوري مشر علي خامنهای یوه ورځ مخکې امریکا او اسراییل ته د «غاښ ماتوونکي ځواب» ګواښ کړی وو. ښاغلي خامنهای پرون په یوه مراسم کې وویل: «اسراییل او امریکا به خامخا غاښ ماتوونکي ځواب ترلاسه کړي.»
ایران ته د امریکا خبرداری؛ سنتکام منځيني ختيځ ته څو B-52 بمبغورځونکي الوتکې واستول
طرز پرس
13 عقرب 1403