
د موساد رئیس دیوید بارنیا، د حوثیانو لخوا په اسرائیل د وروستیو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې پر یمن د تمرکز پر ځای باید په مستقیم ډول ایران په نښه شي.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، حوثیانو د ایران په مالي ملاتړ، تجهیزات او توغندیزو وړتیاوو سره د پرمختللې ټکنالوژۍ پر مټ، بریدونه ترسره کړي او دا بریدونه د اسرائیل دفاعي سیستم یې له جدي ننګونو سره مخ کړی.
په ورته وخت کې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ژمنه کړې چې دغه بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي. نتانیاهو همدارنګه خبرداری ورکړی چې حوثیان به د لبنان د حزبالله ډلې او د فلسطین د حماس ډلې له برخلیک سره مخ شي. دا ډلې چې په سیمه کې د ایران له پراخ ملاتړ برخمنې وې، اوس د اسرائیلي ځواکونو لخوا سخت ځپل شوې دي.