ناڅرګندو وسله‌والو د پاکستان دوه پولیس په یو رستورانت کې وژلي

طرز پرس

6 جدی 1403

punjab-police-1.jpg
د پاکستان دوه پولیس افسران د سند ایالت په یوه رستورانت کې وژل شوي دي. پاکستاني چارواکي ویلي، یاد افسران د خوراک په حال کې وو چې بریدګرو لخوا وژل شوي دي.
ډان پاکستانې ورځپاڼې وویل چې دا برید د چهارشنبې په ماښام د مرغومې ۵مه نېټه د شکارپور په مربوطاتو کې د ګرهی تیغو په سیمه کې ترسره شوی دی. تر اوسه د برید مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی. د شکارپور سیمه د وسله والو د فعالیت له کبله د سند په ایالت کې له نا امنو سیمو څخه شمېرل کیږي.