د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په کابل کې د داعش برید غندلی او د دغو ترهګریزو بریدونو عاملانو او تنظیموونکو ته د ځواب ورکولو پر لزومیت ټینګار کړی دی.
طرز پرس - د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ، د وږي ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ترهګري په هره بڼه د افغانستان او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي. دې شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په فعاله توګه د داعش پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.
کابل کې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د داعش لخوا ځانمرګی برید پراخ غبرګونونه پارولي او د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې په دغه چاودنه کې، د یوې ښځې په ګډون، ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا: داعش د افغانستان او نړۍ امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ ده
طرز پرس
16 سنبله 1403