د اوزبیکستان د استخباراتو رئیس: افغان شریکان باید داعش پر وړاندې مبارزه کې یوازې پرې نښودل شي

ترانه سپاهی

طرز پرس

14 سنبله 1403

63531009-65a8-4283-9598-783441529617.jpeg

د اوزبیکستان جګپوړي چارواکي وایي چې د طالبانو حکومت خپل تر وس د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزه کوي او د طالبانو استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي.
طرز پرس- د ازبکستان د دولت د استخباراتو سازمان رئیس، عبدالسالم عزیزوف، دغه څرګندونې د "شانګهای همکاری سازمان" (SCO) په عمومي ناسته کې وکړې. دا کنفرانس د سپتمبر په ۳مه پیل شوی او تر ۶مې نیټې به دوام وکړي. سرچینې طرز پرس ته وایي چې د طالبانو استازي هم په دې ناسته کې حضور لري.
عبدالسالم عزیزوف په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې غړي هېوادونو باید د نړیوال تروریزم او مذهبي افراطیت پر وړاندې ګډې هڅې وکړي. دغه جګپوړی استخباراتي چارواکی زیاته کړه: « افغان شریکان باید په دې مسئله کې یوازې پرې نه ښودل شي او د یووالي د ژمنتیا له مخې، لازمه ده چې دښمن په ګډه مات کړو.»
عزیزوف باور لري چې داعش وسله‌والې ډلې پر وړاندې مبارزه کې د تاشکند او کابل ترمنځ همکاري او د استخباراتي اطلاعاتو تبادله خورا مهمه ده، ځکه د ده په اند، د ګډو هڅو کمزورتیا به د داعش د پیاوړتیا لامل شي، چې په پایله کې د سیمې امنیت له خطر سره مخ کولای شي.
د اوزبیکستان د دولت دغه استخباراتي چارواکي ټينګار وکړ: «یوازې د متقابل ملاتړ پر اساس، د استخباراتي معلوماتو د روغ او منظم تبادلات او پر نړیوال تروریزم، افراطیت او سایبري ګواښونو د مبارزې په برخه کې د خپلو تجربو په شریکولو سره، موږ کولای شو په خپلو هېوادونو کې د ثبات او امنیت په ډاډمن کولو کې اغېزمن پرمختګ وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سیمې جیوپولیټیک وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او دا لامیل شو چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه په خپلو محاسباتو کې بیاکتنه وکړي. له دې سربېره په افغانستان کې د داعش فعالیتونه او بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي دي او په وروستي برید کې چې د روانې اونۍ په دوشنبه کې په کابل کې د داعش لخوا ترسره شو، ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.