یو شمېر افغان کډوال؛ جرمني دې د افغانان بېرته ستنولو پرېکړې ته بیا کتنه وکړي

راشد صافی

طرز پرس

14 سنبله 1403

۰۰۰۰۲ی۳۴۵۶۷.jpg

په اروپایي هېوادونو کې یو شمیر مېشت افغانان وایي، جرمني دې له افغانانو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي، په خپل هېواد کې دې سرغړونکو ته سزا ورکړي او خپلې هغې پرېکړې ته دې بیا کتنه وکړي چې غواړي بېرته یې خپل هېواد ته واستوي.
طرز پرس- تېره جمعه جرمني ۲۸ هغه افغانان بېرته کابل ته راواستول چې د دغه هېواد چارواکو ویلي وو، یادو کسانو جرمونه کړي او پر سزا محکوم شوي دي. له المان وروسته تېره ورځ اتریش هم ویلي وو، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي چې په هغلته یې یې جرمونه کړي او محکوم شوي وي. یو شمېر افغانانو وخت ناوخت په ځینو اروپایي هېوادونو کې د یادو هېوادونو له قوانیو سرغړونې کوي او بیا نیول کیږي او ستونزې ورته جوړیږي. د راپورنو له مخې، د روانې اونۍ په پیل کې د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د واده مراسمو پر مهال اخ و ډب کې څلور مېلمانه او پنځه پولیس او د فرانسې په پاریس ښار کې د افغانانو خپلمنځي شخړه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي وو.

د ځینو افغان کډوالو اندېښنې

په جرمني کې مېشت افغان شمس‌الربي وایي، په هره ټولنه کې داسې کسان وي چې له ځینو قوانیو په سهوا یا قصدي توګه سرغړونه کوي خو باید د همدې هېواد دننه سزا ورکړل شي. دی وایي: «جرمني او نور هېوادونه باید پوه شي، ټولو افغانانو ته یو ډول نظر ونه کړي، دلته په جرمني کې د بېلابېلو هېوادونو خلک جرمونه کوي او باید سزا ورکړل شي، خو د جرمني دا پرېکړه چې دوی بېرته افغانستان ته ستنوي دا له نړیوالو قوانین څخه په ښکاره سرغړونه ده او بیا خپلې پرېکړې ته بېرته کتنه وکړي.»
هغه زیاتوي چې ډیری کسانو په افغانستان کې د طالبانو له اوسني حکومت سره ستونزې لري، ګواښونه ورته متوجې دي جرمني او نور اروپایي هېوادونه باید افغانانو او د افغانستان وضعیت درک کړي. په جرمني کې یو بل مېشت افغان شاه فیصل هم وایي، د جرمني ټول قوانین په ښکاره خلکو ته معلوم دی، د کډوالو په اړه هم نړیوال قوانین او کنوانسیونونه شته دي خو د جرمني دې پرېکړې سخت خواشینی کړی دی. هغه وایي چې افغانان نن ورځ په ډېر بد حالت کې دي او مرستې ته اړتیا لري او د جرمني دا پرېکړه د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي. شاه فیصل هم وایي چې جرمني دې په جرمونو تورونو افغانانو ته د خپلو قوانیو په رڼا کې سزا ورکړي خو بېرته افغانستان ته یې بېرته ستنول له قوانیو سرغړونه ده او باید په دې اړه خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي. په فرانسه کې یو بل افغان کډوال نجیب الله هم وایي چې د جرمنې له دغې پرېکړې وروسته نور هم ورته پرېکړې کوي چې اتریش ښه بیلګه ده او له جرمني وروسته یې د افغانانو ته بېرته ستنولو پرېکړه کړې ده.
دی وایي: «کوم کسان چې جرمني او نورو اروپایي هېوادونو څخه راغلي، په ډېرو سختو قاچاقي لارو راغلي، یا هم د طالب له لاسه را تښتیدلي دي، هلته په افغانستان کې نور د ژوند کولو تمه لري، که کوم وخت کومه سرغړونه کوي نو دلته دې بندي شي، سزا دې ورکړل شي خو افغانستان یې ستنول ډیره غټه ناځواني ده.»
ده په خبره چې افغانانو هم په اروپایي هېوادونو کې د نورو افغان کډوالو په شان باید له ټولو حقونو برخمن شي او دوه ګونی چلند ورسره ونه شي. د بښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نورو د بشر حقونو بنسټونو هم د جرمني دغه کار له نړیوالو قوانیو سرغړونې بللې وه او له جرمني یې غوښتي و چې دغه چاره ودروي.