افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې: د مشروعیت لاره د خلکو د حقونو مراعت کول دي

طرز پرس

14 سنبله 1403

FB_IMG_1651548039637.jpg

د افغان ښځو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو کورنۍ او نړیوال مشروعیت، د افغانستان د خلکو د حقونو مراعات کولو سره تړاو لري.
طرز پرس - مېرمن رینا امیري په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی، چې د افغانستان د خلکو ملاتړ د واشنګټن لپاره لا هم لومړيتوب دی؛ خو «زموږ زغم له طالبانو سره مخ په خلاصېدو دي.» هغې د سې شنبې په ورځ، د وږي ۱۳مه، په دې یادښت کې زیاته کړه چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون په اړه خپلې اندېښنې د قطر او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره شریکې کړې دي. هغې دغه قانون له ټولنې څخه د افغان ښځي بشپړ ختمول بللي او ټینګار یې کړی چې د مشروعیت یوازینۍ لار د افغانستان د خلکو د حقونو مراعات دي: «زموږ ملاتړ له افغان خلکو سره لا هم دوام لري، خو له طالبانو سره زموږ زغم مخ په پای ته رسېدو دی. د داخلي او نړیوال مشروعیت یوازینۍ لار د افغانستان د خلکو د حقونو مراعات دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون په کور دننه او نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. ډېرو هېوادونو دغه قانون غندلی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره جوړجاړی ممکنه نه ده. ملګرو ملتونو هم څو ورځې مخکې ویلي و چې دغه قانون یوه ناخوښه راتلونکې ښیي او د افغانستان ولس یې وړ نه دي.