طالبانو تېره میاشت کې په نهو ولایتونو کې ۳۵ کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړي

راشد صافی

طرز پرس

10 سنبله 1403

OIP (3).jpeg

د طرز پرس موندنې ښيي چې د طالبانو سترې محکمې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په نهو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۵ کسانو ته تعزیزي سزاګانې ورکړي چې تر ټولو ډېر یې په خوست کې دي.
طرز پرس دغه شمېرې د اګسټ میاشتې له لومړۍ څخه تر ۳۰ مې نېټې د طالبانو د سترې محکمې له اېکس‌پاڼې را ټولې کړي چې وخت پر وخت یې خپروي. د معلوماتو له مخې، دغه سزاګانې یادو ۳۵ کسانو ته په خوست، غزني، هلمند، زابل، کابل، میدان وردګو، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې ورکړل شوي دي. سترې محکمې لیکلي چې یاد کسان په بېلابېلو جرمونو لکه، زنا، لواطت، غلا، دیني مقدساتو ته سپکاوی او نورو جرمونو تورن وو. دغه معلومات ښيي چې طالبانو د وږي په درېمه په خوست ولایت کې د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته، د وږي په لومړۍ یوه تن تن او زمري په ۱۱ مه نهو کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
دغه راز طالبانو د وږي په اوومه دوو تنو ته په غزني، د وږي په شپږمه درېیو تنو ته په هلمند، د وږي په پنځمه څلورو تنو ته په زابل، د زمري په ۲۵ مه یوه تن په بلخ، د زمري په ۲۳ مه دوو تنو ته په هرات، د زمري په ۱۸ مه یوه تن په کندهار کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي. د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دغه راز د وږي په درېیمه یو تن ته او د زمري په ۱۵ مه او ۱۷ مه څلور نورو کسانو ته په کابل کې، او د زمري په ۱۸ مه او ۲۲ مه څلور کسانو ته په میدان وردګو ولایتونو کې تعزیري سزاګانې ورکړي شوي دي. د طرز پرس معلومات ښیي چې په تېره یوه میاشت کې تر ټولو ډېر (۱۳) کسانو ته په خوست او تر ټولو لږ یوه یوه تن ته په بلخ او کندهار ولایتونو کې تعزیزي سزاګانې ورکړل شوي دي. د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا ځلې واکمنېدو را وروسته د تعزیري سزاګانو ورکړه پیل کړې چې تر اوسه سلګونه کسانو ته په بېلابېلو ولایتونو کې تعزیزي سزاګانې ورکړي دي چې کورنیو او نړیوالو بنسټونو پرې اندېښنې ښودلې دي.

یو شمېر کسانو پر دغه چاره نیوکه کوي

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی نجیب الله وایي چې طالبانو دا سزاګانې په صحرایي محکمو کې ورکوي او ډېری وخت پرته له دې چې محکمه پرېکړه وکړي دغه سزاګانې ورکول کیږي. دی وایي چې دغه راز دغه سزاګانې په عامو او غریبو کسانو پلي کیږي او طالبان یې په خپلو کسانو نه پلې کوي.
د پروان ولایت یو تن اوسېدونکی خاکسار بیا وایي چې ډیری کسان پیژني چې د طالبانو سره یې دندې درلودې او جرمونه یې کړي خو لا یې هم دوسیې پر پټه پر مخ ځي او تر اوسه چا سزاګانې نه دي ورکړي. دی وایي په دغه چاره کې هم درغلي کیږي، که څوک زورور وي نو مجرم ته به یې سزا ورکړل شي او که څوک غریب وي نو څوک یې پوښتنه نه کوي. خاکسار وایي چې طالبانو دې عدالت پر ټولو یو شان پلي کړي.