د المان د بهرنيو چارو وزیره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، ترڅو چې دغه ډله خپلې نړېوالې ژمنې عملي نه کړي، نړېوالې ټولنې ته یې راتګ ناممکن دي.
طرز پرس- د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بائربوک د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۱۵مه، پخپل اکس پاڼه کې ولیکل چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ځان ته د ښه ژوند لپاره د میلیونونو افغانو نجونو او ښځو هیلې خاورې کړل. میرمن بایربوک د طالبانو د رسمیت پېژندنې په برخه کې په غیر مستقیم ډول خپل د هېواد دریځ روښان کړی او ویلي: «تر څو چې طالبان خپلې نړیوالې ژمنې عملي نه کړي، نړیوالې ټولنې ته یې راتګ ناممکن دي.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره همداراز ویلي چې هېواد یې د افغانو ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی او د اړتیا پر مهال به له دوی څخه د بېړنیو مرستو له لارې ملاتړ او په افغانستان کې به د بشري حقونو خوندیتوب لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړي.
د يادونې وړ ده چې پرون د زمري ۲۴مه، د طالبانو د واکمنۍ دریم کال پوره شو او طالبانو په دغو تېرو درېیو کلونو کې پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو تعليمي او فرهنګي سازمان یا یونیسکو د وروستۍ راپور پر بنسټ، د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
د المان د بهرنیو چارو وزیره: نړېوالې ټولنې ته د طالبانو راتګ ناممکن دي
طرز پرس
26 اسد 1403