اتمر: د وخت اړتیا ده چې په یو نظام کې په ګډه ژوند وکړو

طرز پرس

25 اسد 1403

photo_2022-11-03_16-07-51.jpg

د جمهوري نظام د بهرنيو چارو پخوانی وزير او په افغانستان کې له مخکښو سياسي څېرو څخه محمد حنیف اتمر، وايي چې د هغه او اړوند ګوند بنسټيز اهداف یې له طالبانو سره په مشترک ډول د دايمي سولې او ثبات لپاره کار کول دي.

طرز پرس- اتمر دا څرګندونې له دوېچه وله سره په ځانګړې مرکه کې مطرح کړي او په ضمني ډول د طالبانو لخوا د واک انحصار ته په اشارې سره ويلي: «د وخت اړتیا دا ده چې په یو نظام او یو هېواد کې دواړه په ګډه ژوند وکړو.» محمد حنیف اتمر زیاته کړې، چې نه طالب باید نفي شي او نه طالب باید دا حق ولري چې د افغانستان خلک نفي کړي. هغه همداراز خبرداری ورکړی، د یو لوري له پامه غورځول کولی شي د افغانستان د دایمي ثبات په وړاندې دایمي خنډ جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې امله نیوکې شوي چې په حکومتي جوړښت کې پرته له خپلو پلویانو نورو خلکو او مذهبي لږکیو ته هېڅ ونډه نه ده ورکړل شوې. پرون، د زمري ۲۴مه، په افغانستان کې د طالبانو د مطلق واک درې کاله پوره شول او د هغوی مهمو څېرو لکه سراج الدین حقاني په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې له دوی سره تعامل وکړي. حقاني وویل، اوس طالبانو سره د تعامل لپاره ښه وخت دی.