طالبانو د پاکستان لخوا د هوايي حريم نقض ته د جدي ځواب ورکولو ژمنه وکړه

طرز پرس

22 اسد 1403

f5d110c1ef9b5526bd6bfc987e5e4c54-e1677146546220.jpg

طالبان وایي چې د پاکستان جنګي الوتکو له لوري د افغانستان د فضایي حریم نقض ته به کلک ځواب ورکړي او دوی په دې برخه کې خپلې پلټنې پیل کړي دي.

طرز پرس - د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د پاکستان جنګي جټ الوتکو له لوري د افغانستان په فضایي حریم کې د ګزمې موضوع څېړي، او که دا خبره ثابته شوه، بیا به پاکستان ته له سخت ځواب ورکولو سره د دې کار د تکرار مخه ونیسي. ښاغلي مجاهد دا نه دي ویلي چې د طالبانو احتمالي ځواب به پاکستان ته څه وي، خو ټینګار یې کړی چې هېڅ هیواد حق نه لري چې د افغانستان ځمکنۍ او فضایي حریم نقض کړي. نوموړي زیاته کړه: «د پاکستان الوتکو ګرځېدل لا تر اوسه نه دي ثابت شوي. موږ په دې اړه څېړنې کوو او که داسې څه ثابت شي، په جدي توګه به یې مخه ونیسو.»
دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو ورځو کې د کنړ او ننګرهار ولایتونو ځايي اوسېدونکو ويلي چې په دغو ولایتونو کې د پاکستان د جیټ الوتکو ګزمې یې لېدلي دي. شاوخوا دوه ورځې وړاندې داسې اوازې خپرې شوې چې یوه پاکستانۍ جنګي الوتکه په ننگرهار کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي په نښه کړي دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړه او پاکستان هم په دې اړه په رسمي توګه تر اوسه څه نه دي ویلي.
له دې سره سره، پاکستان تل پر طالبانو نیوکه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره یې پناه ځایونه برابر کړي او تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په خاوره کې خپل عملیات د افغانستان له خاورې تنظیموي. یوه اوونۍ مخکې د پاکستان د پوځ مشر طالبانو ته وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ دې بس کړي او له پاکستان سره دې خپله "پخوانۍ" ملګرتیا نه ورانوي. خو طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي پرضد نه کاریږي.