طالبانو د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنې دغو ډلو لپاره یو ډول کمپاین دی او باید ودرول شي.
طرز پرس - د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، افغانستان کې د داعش پراخ حضور او په یو لوی ګواښ باندې د بدلېدو لپاره د ملګرو ملتونو اندیښنې "بې اساس او پروپاګند" بللی او ویلي یې دي چې دا راپورونه د عامه ذهنیتونو د مغشوشولو یوه هڅه ده.
مجاهد د جمعې په ورځ د زمري ۱۹مه، پخپل اکس پاڼه کې ولیکل، چې طالب ځواکونه د داعش پر وړاندې جدي مبارزه کړې او دغه ډله په افغانستان کې سخت ځپل شوې ده. د طالبانو ویاند ويلي چې اوس د افغانستان جغرافیه د دوی په بشپړ واک کې ده او هېڅ "بهرني او کورني ډلې" ته د ورانکارو فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. مجاهد زیاته کړې: "په افغانستان کې د امنیت، ثبات او پیاوړو امنیتي ځواکونو سره سره بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګندول د هغوی لپاره یو ډول کمپاین دی چې باید ودرول شي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته یو راپور وړاندې کړ او وویل چې په وروستیو کې د داعش خراسان مالي او لوژیستیکي وړتیا پياوړې شوې. ولادیمیر ورونکوف ويلي چې داعش خراسان د طالبانو په امنیتي بنسټونو کې نفوذ کړی او منځنۍ اسیا ته د خپل نفوذ د پراخولو په حال کې دي.
مجاهد: داعش ته کمپاین باید ودرول شي
طرز پرس
19 اسد 1403