د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له افغان طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره له پاکستان سره خپله اوږده ملګرتیا وران نه کړي.
طرز پرس- جنرال عاصم منير دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د اګست ۸مه، په اسلام آباد کې د عالمانو په یوه غونډه کې وکړې او ټينګار یې وکړ چې طالبان باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږده څلوېښت کلنه ملګرتیا ته پام وکړي او په خبره یې دا اوږده ملګرتیا یوازې ټي ټي پي لپاره وران نه کړي.
نوموړي په دغه غونډه کې تحریک طالبان پاکستان خوارج وبلل او ټینګار یې وکړ، هغه ډلې چې د پاکستان ګټې ګواښي نو دوی به یې پر وړاندې په قاطعیت سره ودريږي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز د افغان طالبانو له چارواکو غوښتنه وکړه چې د پاکستان له تحریک طالبان سره همکاري ونه کړي، ځکه د ده په وینا د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او له افغانستان څخه په پاکستان کې خپل بریدونه پلانوي. د پاکستان د پوځ لوی درستیځ له طالبانو څخه په داسې حال دا غوښتنه کوي چې په ورستیو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا خونړي بریدونو ډېر شوي او د پاکستان امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د جنرال عاصم منير د خبرو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې په ځلونو ویلي چې ګاونډی دې خپل امنیت ټينګ کړي او د امنیت په برخه کې «خپل د ناکامۍ پړه» دې پر افغانستان نه اچوي.
جنرال عاصم منیر: افغان طالبان دې ټي ټي پي لپاره موږ سره خپله ملګرتیا نه ورانوي
طرز پرس
18 اسد 1403