د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان په سیمه کې د روسیې ګټې ګواښي او په سیمه ییز جوړښت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د روسیې او ایران ګډې هڅې تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
طرز پرس – دغه پخواني افغان چارواکي دا څرګندونې له یوې روسۍ رسنۍ "نیزاویسیمایا" سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي؛ خو دایې نه ده څرګنده کړې چې طالبان په سیمه کې د روسیې کومې ګټې او څنګه یې ګواښي.؟ امرالله صالح د خپلو خبرو په بله برخه کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د امریکا د متحده ایالاتو په منظم مالي ملاتړ مخته ځي. د هغه د وینا پر بنسټ، "د امریکا متحده ایالات یوازینی هېواد دی چې طالبان یې درناوی لري."
دغه پخواني افغان چارواکي له افغانستان څخه د امريکا د متحده ايالاتو وتلو ته په اشارې سره وويل چې امریکا لا هم په افغانستان کې خپل اصلي او استخباراتي نفوذ خوندي کړي او له همدې ځایه د سيمې د هېوادونو تحرکات څاري. نوموړي دا ادعا هم وکړه، چې امریکا هره اونۍ طالبانو ته له ۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالره ورکوي او د ده په وینا دا پیسې د عراق له سلیمانیه ښاره طالبانو ته استول کېږي. صالح دا هم ویلي، چې طالبان یوازې له امریکا سره د دوحې هوکړې ته درناوی لري، خو د سیمې هېوادونو ته یې ګوټ څنډنه کړې چې د دوحې په پروسه کې د دوی ګټې په پام کې نه دي نیول شوي.
له طالبانو سره د امریکا د مالي ملاتړ په اړه د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې د وروستي راپور پر بنسټ دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۲۰ میلیارده او ۷۱۰ میلیونه ډالره پر افغانستان لګولي دي.