د طالبانو له ګواښونو سره سره، بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان ګزمې کوي

طرز پرس

14 اسد 1403

530453_0.jpeg

د هلمند ولایت اوسیدونکي طرز پرس ته وايي، چې له پرون راهیسې بې پیلوټه الوتکې د هلمند په اسمان کې هدفي ګزمې کوي.

د طرز پرس د خبر له مخې، لا تراوسه څرګنده نه ده چې دغه بې پيلوټه الوتکې د هلمند په اسمان کې د کوم هدف لپاره ګزمې کوي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په کابل کې په یوه غونډه کې خبرداری ورکړ، که د افغانستان فضايي حریم نور هم نقض شي، نو دوی بیا جدي اقدامات کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو الوتنه کومه نوې خبره نه ده او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تل د افغانستان په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو د هدفي ګزمې راپورونه ورکړل شوي دي. ایمن الظواهري، چې د القاعدې دویم کس و، هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د کابل په زړه کې ووژل شو. طالبانو په دې برخه کې تراوسه څرګند کوم اقدام نه دی کړی. د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر تر دې مخکې ویلي وو چې د اړتیا وړ تجهیزاتو د نشتوالي له امله، طالبان نه شي کولای پر افغانستان د بې پیلوټه الوتکو الوتنې ودروي.