د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د پاریس د المپیک لوبو د پرانستې مراسم کې د ورزشي ټيم په نوښت د ملي بیرغ د رپولو هرکلی وکړ او وویل چې دا ډېر د ویاړ ځای دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، د افغانستان ورزشي لوبډلې د جمعې په ماښام په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک لوبو د پرانیستې مراسم کې ګډون وکړ او د افغانستان ملي بیرغ یې ورپاوه، چې دا موضوع په ټولنیزو پاڼوکې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اکس «پخوانی ټویټر» کې د افغانستان د ورزشي ټیم له لوري د ملي بیرغ رپول یې ویاړ وبلله."دا د ډېرې خوښۍ او وياړ ځای دی چې د پاريس د المپيک لوبو د پرانيستې مراسم کې افغان ورزشي لوبډلې د خپل ګران هېواد بيرغ و رپاوه." دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی کرزی اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو تر سخت کنټرول لاندې ژوند کوي او معلومات ښيي چې طالبان د نوموړي هر حرکت په دقت څاري.