د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق ومنله چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د موجودیت په اړه راپورونه په لویه کچه یوه استخباراتي نقشه ده.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، د طالبانو دغه جګپوړي استخباراتي چارواکي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال دغه روانه استخباراتي لوبه خطرناکه وبلله او له نړیوالو څخه یې هم وغوښته چې دغه لوبې ته متوجه ووسي. «د سیمې او نړۍ له هیوادونو غواړو چې باید د دغو استخباراتي سازمانونو او شبکو "خطرناکو نقشو" ته متوجه اوسي»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې ډلې د جولای په لسمه، په یو راپور کې خبرداری ورکړ چې لاهم القاعده او د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش ډله په افغانستان کې فعالې دي او د دوی پر وړاندې د طالبانو زغم داشرایط برابر کړي چې دا ترهګرې ډلې ګاونډيو هېوادونو ته هم نفوذ وکړي.
د طالبانو د استخباراتو عمومي ريیس د ملګرو ملتونو دغه راپور ته په اشارې سره وویل چې دا د یو شمېر ګاونډيو هېوادونو استخباراتي نقشه ده. نوموړي که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم یاد نکړ؛ خو دا یې وویل چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د افراطي ډلو د شتون او فعالیتونو په تړاو داسې راپورونه خپروي چې: « دا معلومات د سیمې او د نړۍ د ځینو استخباراتي شبکو له خوا » ورکول کیږي. د طالبانو دغه جګپوړي استخباراتي چارواکي په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه راپورونه رد کړل؛ خو دایې وویل چې ځینې مخربې ډلې د تخريبي فعالیتونو لپاره له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته راځي. نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې یادې شوي، شتون او هیڅ فعالیت نلري، اما افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي.»
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدلو په درې کلنه موده کې د دوی یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د ځانمرګي بریدونو پر مټ په نښه شول. لا تراوسه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخنزاده هم عام محضر کې نه دی څرګند شوی او طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې له امنیتي شرایطو ډاډمن نه دي. له دې سربېره د افغانستان په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو وخت ناوخت څرګندېدل د همدې استخباراتې جګړې یوه بله څرګنده بېلګه ده چې طالبان ترې سر ټکوي.
طالبان د استخباراتي لوبې په محاصره کې
طرز پرس
5 اسد 1403