د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې اميرخان متقي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیې سره د غزې په اړه ټلفني خبرې کړي دي.
د طرز پرس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې متقي په بیجینګ کې د فلسطیني ډلو ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې «طالبان په غزه کې د فلسطیني مقاومت» ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، امیرخان متقي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په دې ټیلیفوني خبرو کې د حماس د جهادي ډلې «هڅې او قربانۍ ستایلې» او په «جهادي مبارزه کې یې په لا زیات استقامت ټینګار کړی دی.» د دې تلیفوني خبرو په اړه ډېر جزیيات نه دي خپاره شوي. د فلسطين د بېلا بېلو سياسي ډلو مشرانو پرون د چین په بیجینګ کې يوه موافقه لاسليک کړه چې موخه يې د فلسطيني ډلو ترمنځ يووالی بلل شوی دی.
متقي اسماعيل هنیه ته: د بیجینګ د موافقې هرکلی او په غزه کې د مقاومت ملاتړ کوو
طرز پرس
3 اسد 1403