
د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تازه ویلي چې طالبان غواړي د افغانستان په نصاب کې د دې لپاره بدلون راولي چې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو منفي ذهنیت بدل کړي.
د طرز پرس د خبر له مخې، مولانا فضل الرحمن داخبرې د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۳مه، له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان پخواني حکومتونه د پاکستان پر وړاندې منفي ذهنیتونه ترویج کړي وو. نوموړي وويل چې افغانستان ته یې په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره په مهمو موضوعاتو غږېدلی دی.
مولانا فضل الرحمان وویل: « امارت اسلامي چې کله راغی داخو ټول د پاکستان موافق کسان ول، د پاکستان پر وړاندې منفي ذهنیت طالبانو ته پخپل ټولنیز معاشراتو کې مشکلات جوړول، دوی هغې ته مصوبه جوړه کړه چې موږ به داسې نصاب تیاروو چې هغه نصاب به ښونځيوکې زموږ پر بچو باندې تطبیق شي او موږ له پاکستان سره نږدې کړي. دوی ماته په تفصیل سره داخبرې بیان کړې.»
د نصاب په اړه د مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کيږي چې د راپورونو پر بنسټ طالبانو په خپل تېر درې کلنه واکمني کې د نصاب د بدلولو بریالۍ هڅه هم کړې او یو شمېر کتابونه یې تازه ويشلي او یو شمېر نور یې د محتوا له اړخه بدلې کړي دي.