د روسیې سفیر: افغانستان کې د لا ډېرو قونسلونو د پرانيستلو امکان، نه ردوم

طرز پرس

31 سرطان 1403

482a05c4-d1f2-4941-83da-0ddccfe03e85.jpg

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې مسکو په افغانستان کې د لا ډېرو قونسلګریو د پرانستلو احتمال نه ردوي.
ښاغلي ژیرنوف د شنبې په ورځ د جولای۲۰مه، د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل، «اوس مهال دې ته اړتیا نشته، خو په راتلونکو کې د هرڅه احتمال شته.»
د روسیې سفیر همدارنګه تاس خبري اژانس ته ویلي، چې د کابل او مسکو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې اوږده سابقه لري او دا اړیکې اوس پراخې شوې دي. تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای غونډې په څنډه کې ویلي وو چې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مسکو متحدین دي. روسیه یو له هغو څو معدودو هېوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او په مسکو کې یې هم د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته سپارلی دی. خو روسییه له دې ټولو سره سره لاهم حاضره شوې نه ده چې طالبان په افغانستان کې د یو دولت په توګه په رسمیت و پېژني.