پښتونخواکې د بريد په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر احضار شوی

طرز پرس

28 سرطان 1403

Afghan_embassy_nov62021110522293920211105230100_202111.jpg

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، خیبرپښتونخوا کې د وروستي مرګوني برید په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر یې احضار کړی دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له سفیر یې غوښتی چې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد لاس په کار شي چې روانه اوونۍ یې په پاکستان کې پر یوه پوځي مرکز برید وکړ.
د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ وسله‌والو د خیبرپښتونخوا د بنو پر پوځي مرکز د موټربم پر مټ یو ځان مرګی برید وکړ. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړيکو ادارې «ای اېس پي ار» ويلي چې په دغه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي. د ياد برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو « ټي ټي پي» یو ګروپ منلی دی. پاکستان تل ادعا کړې چې دا ډله له افغانستان څخه د پاکستان په خاوره کې بريدونه پلانوي. دا هغه څه دي چې طالبانو بیا په وار وار دغه اعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کیږي.