په ننګرهار کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طوفان او سختو بارانونو له امله ۳۵ تنه وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قریشي بدلون طرز پرس ته ویلي، چې د پېښې له ځایه د ننګرهار مرکزي روغتون او د بي بي فاطمه زهرا روغتون ته جسدونه او ټپيان لېږدول شوي دي. ښاغلی بدلون وايي، دا شمېرې ابتدايي دي او ښايي د دغې پېښې مرګ ژوبله زیاته شي.
په ورته وخت کې د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور چت راپرېوتلی او په پایله کې یې ۱۱ تنه تر خاورو لاندې شوي دي. بل پلو طالبانو اعلان کړی، چې د دوی مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي.
له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د مسوولینو د معلوماتو پر اساس، په تېرو څو ورځو کې په باميان، ميدان وردګ، پنجشېر، کونړ، پکتيا او کاپيسا ولايتونو کې سېلابونه راغلي، چې له امله يې ۳تنه ټپيان، کورونه ويجاړ، او لسګونو جريبه کرنيزې ځمکې له منځه تللي دي.
ننګرهار کې د طوفان له امله، ۳۵ وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان دي
طرز پرس
25 سرطان 1403