له رياض څخه د طالبانو د نارضایتۍ په اوج کې، د سعودي سفیر کابل ته راغلی

طرز پرس

21 سرطان 1403

9ef9c99c-dad2-4d74-909d-eb4634c56f76.jpeg

په داسې حال کې چې د طالبانو تر قیادت د کابل او ریاض اړیکې لاهم ترینګلي دي، خو سرچینې وايي چې د سعودي عربستان سفیر له یوو نیم کال وروسته بیا کابل ته راغلی دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې کتلي دي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن د سرطان په ٢١مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان د کابل او رياض ترمنځ د اړيکو پراختيا ته لېوال دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سعودي سفیر هم ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته هيله مند دی. په خبرپاڼه کې د سعودي د سفیر په حواله دا هم ویل شوي چې سعودي عربستان په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
عربي ديپلوماتان د ۱۴۰۱ کال په وروستيو مياشتو کې د امنيتي ملحوظاتو له امله له افغانستانه ووتل او له یوونیم کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان سفیر بیا کابل ته راځي.
طالبان که څه هم ظاهراً د سعودي عربستان له سفير څخه هرکلی کړی؛ خو د اطلاعاتو پر بنسټ طالبان له سعودي عربستان څخه د دې لپاره سخت ناراضه دي، چې ولې د دوی رژیم یې لا تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.