د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر طالبان خپل فشارونو ته دوام ورکوي، ترڅو د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو بندیزونه لیرې کړي.
د طرز پرس د خبر له مخې، انټوني بلېنکن د جولای په نهمه، یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې چوپه خوله نه دي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. هغه زیاته کړه: «موږ هره ورځ له حکومتونو، نادولتي موسسو، خصوصي سکټور او اکاډمیک اشخاصو سره کار کوو تر څو د افغان ښځو او نجونو د هڅو ملاتړ وکړو او په افغانستان کې ښځې او نجونې زدهکړې ته دوام ورکړي، خپل مهارتونه لوړ کړي او وکولای شي له لرې لارې خپل کار وکړي.»
د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې له ښځو څخه په داسې حال کې خپل ملاتړ اعلان کړی چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې د نجونو پر مخ تړل شوي دي او له څه باندې یو نیم کال راهیسې طالبانو پوهنتونونو او غیردولتي موسسو ته د ښځو او نجونو د ورتګ مخه هم نیولې ده.