
د افغانستان په ختيځ کې د کاوون غږ راډيو مسوولين تاييدوي چې د دې رسنۍ دروازه د طالبانو له خوا تړل شوې او کارکوونکي يې هم له دفتر څخه بهر ایستل شوي دي.
د کاوون غږ راډیو مشر انقلابي یوسفزي نن ماښام د جولای ۸مه، طرز پرس ته وویل چې په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې د دې راډیو خپرونې بندې کړې او د رسنیو د ودانۍ دروازه یې په دې پلمه وتړله چې دا ځای دولتي ملکیت دی. ښاغلی یوسفزی د کاوون غږ راډیو یوه خصوصي رسنۍ بولي او زیاتوي، چې څه باندې ۳میلیونه افغانۍ پرې پانګونه شوې او له ۱۶ کلونو راهیسې د ده په شخصي لګښټ فعالیت کوي.
د هغه په وینا: «د کاوون غږ دولتي رسنۍ نه وه؛ بلکې دا شخصي ده او کومه قانوني ستونزه نه لري. که کومه ستونزه وه، باید د رسنیو د سرغړونې کمیسیون لخوا حل شوې وای. زموږ راډیو یوازې په یوه مکتوب سره تړل شوې. که دا د ځمکې د ملکیت مسله هم وه، باید اول د رسنیو د څار کمیسیون له لارې تعقیب شوې وای.»
د کاوون غږ راډيو مسوول وايي، چې د دې رسنۍ ټول وسايل د انټر نيوز له خوا اخيستل شوي او يوه ټوټه ځمکه يې د تفاهم له مخې راډيو ته ورکړې، خو د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې د کاوون غږ راډيو ځمکه دولتي ملکیت دی. په لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالنور رسولي طرز پرس ته وویل، دا راډیو څه باندې شل کاله وړاندې د انټر نیوز په همکارۍ د یوې امریکايي ډلې له خوا پیل شوه. مګر له ۲۰۱۸ کال وروسته، د دې راډيو کاري جواز پای ته رسېدلې. ښاغلی رسولي مني چې د کاوون غږ راډیو د ملي امنیت ریاست، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ولایتي ادارې د ګډ پلاوي له خوا تړل شوې ده.
هغه په دې اړه وويل: «د دې راډيو جواز د لغمان فرهنګي او علمي ټولنې په نوم دى او جواز يې په ١٣٩٥ کال کې تمديد شوى او په ١٣٩٨ کال کې پاى ته رسېدلى دى." د دې راډیو ځمکه دولت پورې اړه لري او د بیت المال ملکیت دی.»
بلخوا د رسنیو ملاتړي بنسټونه هیله څرګندوي چې د کاوون غږ راډیو د مسوولینو او طالبانو تر منځ دا ستونزه ژر هواره شي او دغه رسنۍ خپل نشرات بیا پیل کړي. په لغمان کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر میرویس خواخوږي طرز پرس ته په دې اړه وویل: «هیله لرو چې دا ستونزه هواره شي او د کاوون غږ راډيو بیا خپل فعالیتونه پیل کړي. مهمه دا نه ده چې څه ستونزه شته، مهمه داده چې رسنۍ باید بندې نه شي.»
کاون غږ راډیو په ۲۰۰۴ کال کې په لغمان ولایت کې خپرونې پیل کړې او له نږدې ۲۰ کلونو راهیسې په ۸۹.۴ ایف ایم خپل نشرات کوي.