د یو غلط فهمۍ پای، خپلو دندوکې حاضرې مېرمنې خپلې تنخواګانې پوره ترلاسه کوي

طرز پرس

18 سرطان 1403

IMG_20220222_075317_253.jpg

هغه اسناد چې طرز پرس ته رسېدلي په ډاګه کوي چې خپلو دندوکې "حاضرې او فعالې" مېرمنې د نارینه کارمندانو په څېر خپل ټول حقونه او امتیازات ترلاسه کوي.
د طرز پرس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت تاییدوي، هغه ښځینه کارکونکې چې خپلو دندو ته نه حاضريږي یا غیابت کوي، میاشتنۍ تنخوا یې پنځه زره افغانۍ ټاکل شوې ده. 
هغه مکتوب کې چې د سرطان میاشتې په ۱۷ مه د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت له خوا د ښځو معاشونو او امتیازاتو د تطبیق په اړه خپور شوی، یوه کاپي یې طرز پرس هم ترلاسه کړې. په دې لیک کې ویل شوي هغه ښځې چې په کورونو ناستې دي هغوی لپاره یوازې پنځه زره افغانۍ ورکول کیږي.
په دغه مکتوب کې راغلي دي: «ډیری ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي. خو د اړوندې ادارې د نارینه کټګورۍ د کارکوونکو په وینا، دوی ټول خپلو دندو ته نه حاضریږي او یا هم د دندو لایحې سره سم دندې نه ترسره کوي.»
د دې مکتوب له مخې، د مالیې وزارت تاییدوي، هغه ښځینه کارکونکي اوس مهال د نارینه کارمندانو په څیر خپل معاشونه ترلاسه کوي چې هره ورځ کار ته راځي. په دغه مکتوب کې راغلي دي چې د مامورينو معاشونه او امتيازات چې مخکې او يا تر دې زيات تطبيق شوي، دغه توپيرونه دې په راتلونکو مياشتو کې عملي شي.
په سند کې لیکل شوي: «هغه ښځیه کارکوونکې چې د ادارو په دننه کې دندې ترسره کوي هغوی لپاره دې ټول معاش او امتیازات ورکړل شي.»
تر دې مخکې طالبانو د پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو معاشونه تر بل خبرتیا پورې ځنډولي وو. د دغه وزارت په یوه مکتوب کې راغلي چې د ښځینه ښوونکو د معاشونو ورکړه تر هغه وخته ځنډول شوې ده، چې د ښځینه کارکوونکو د معاش د پنځه زره افغانیو د کمولو پرېکړه روښانه شوې نه وي. دغه مکتوب چې د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب الله اغا له خوا لاسلیک شوی، د دغه ځنډ لامل د پوهنې په وزارت کې د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په سیستم کې ستونزه بلل شوې ده.
خو ویل شوي چې د طالبانو مشر یو فرمان صادر کړی او امر یې کړی چې د ښځینه کارکوونکو معاش باید له ۵۰۰۰ افغانیو لوړ نه شي. د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په دغه فرمان کې، چې رسنیو ته په لاس ورغلی، ویل شوي چې په دولتي ادارو کې ټولې هغه ښځینه کارکوونکې چې د تېر حکومت له خوا په دندو ګمارل شوې وې، ورته پنځه زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.
 د طالبانو د چارو ادارې دولتي ادارو ته په یوه لیک کې ویلي: «د هغو ښځینه کارکوونکو لپاره چې په تېر حکومت کې ګمارل شوي او معاشونه یې لا هم د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي، باید ټول معاشونه یې په بودجوي او غیر بودجوي واحدونو کې پنځه زره افغانۍ و ټاکل شي.»
د طالبانو د مشر په حکم کې دا نه وه روښانه شوې چې ایا د ټولو ښځینه کارکوونکو معاش باید پنځه زره افغانۍ وټاکل شي او که یوازې هغه ښځې چې په کور کې پاتې دي؛ خو د طالبانو د مالیې وزارت په دې لیک کې څرګنده شوې چې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو معاشونه چې غیر حاضرې وي پنځه زره افغانیو ته راکمیږي او هغه ښځې چې هره ورځ خپلو دندو ته حاضریږي د پوره معاشونو مستحق ګنل کیږي.